نېټه: ۱۴۰۳/۸/۱
د وادې هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی د لومړي سمستر زده کړیالانو ته په عملي توګه د استاد عبدالباقي (وصال) له لوري حیواني او نباتي حجرې لیدل په مایکروسکوپ کې ور وښودل سوه او پر دې سربېره سلایډ ،کاورسلایډ د تیارولو طریقه او د حیواني او د نباتي حجرې بېلا بیلې برخي په عملي ډول زده کړیلانو ته تشریح او په اړه یې معلومات ورکول سوه.
پر ورته مهال زده کړیالانو دعملي زده کړو په ورکولو سره خوښي وښوده او زیاته یې کړه ،چې دا ډول عملي زده کړې د دوي لپاره ډېرې مهمې دي او دوی کولای سي د عملي کار ترڅنګ تجربې هم ترلاسه کړي.
دیادوني وړ ده ،چي د وادې هلمند د لوړو زده کړو مؤسسه په طبي امکاناتو سمبال لابراتوار لري او د مسلکي کسانو له لوري زده کړیالانو ته په عملي توګه زده کړي ورکول کېږي.
د نشرتو او فرهنګي چارو مدیریت