د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی زده کړیالانو په ګروپي بڼه مطالعه ترسره کړه.

نېټه: ۱۴۰۳/۸/۳

د وادې هلمند دلوړو زده کړو مؤسسې د حقوق اوسیاسي علومو پوهنځی زده کړیالانو ددې پوهنتون په عمومي کتابتون کې په ګروپي شکل بېلا – بېل حقوقي کتابونه مطالعه کړه.

پر ورته وخت نوموړو زده کړیالانو ته د حقوقو اوسیاسي علومو د پوهنځی د استاد محمد ضیاء مسرو له لوري د کتاب او مطالعې د ارزښت او ګټو، د کتابتوني څېړنې او د ګروپي مطالعې ګټې  تشریح سوې او پر دې سربېره یې یاد زده کړیالان آزادې مطالعې ته هم وهڅول او غوښتنه یې ترې وکړه ،چې د خپل مسلک اړوند او ترڅنګ یې هغه کتابونه چې لېوالتیا ورسره لرئ، مطالعه کړئ ترڅو د معلوماتو او پوهي کچه مو لوړه سي.

دغه راز د عمومي کتابتون د مدیر احمد شکیب رسولي له خوا یادو زده کړیالانو ته د مطالعې د اهمیت او ګټو سربېره د وادې هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي کتابتون د قانون ، مقرراتو او شرایطو په هکله پوهاوی او معلومات هم ورکړل سوو.

د یادونې وړه ده،چې تر دې وړاندې زده کړیالانو ته د مطالعې اړوند سمینارونه هم پر لاره اچول سوي.

د نشراتو او فرهنګي چارو مدیریت

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *